په تېر کال کې د افغانستان او ایران تر منځ ۲ میلیارده او ۲۵ میلیون ډالره سوداګري شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وازارت وايي، د افغانستان او ایران تر منځ په تېر لمریز کال کې د صادراتو او وارداتو کچه ۲ میلیارد او ۲۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صعنت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندازاده نن شنبې د وري ۴ مه له ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کې و ویل: چې په ۱۴۰۲ کال کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه ۲ میلیارد او ۲۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.

اخوندزاده وويل، د افغانستان او ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د دوه ميليارد او ٢٥ ميليونو ډالرو په ارزښت د سوداګريزو راکړو ورکړو له جملې څخه ٣٣ ميليونه ډالره صادرات او يو ميليارد ٩٩٢ ميليونه ډالره واردات دي.

د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان په صادراتو کې پنبه، شمع، تل، ترنکۍ، ممیز، مۍ او  لوبیا شامل دی.

د اخوندزاده د معلوماتو له مخې، له ايران څخه افغانستان ته په وارد شويو توکو کې ډيزل، پټرول، ګاز، سمنټ، برېښنا، بانجان او د صنعتي فابريکو خام مواد شامل دي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان سرپرست دولت ټینګار کوي چې له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې د ایران د اسلامي جمهوریت د بندر عباس او چابهار بندرونو له لارې تېرېږي.

د افغانستان سرپرست دولت په چابهار کې څه باندې ۳۵ میلیونه ډالره پانګونه کړې چې له پاکستان څخه پرې سوداګریزې لارې بدلې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .